IQNA

له  ایرانه د ویرونې اصلی علت له فلسطینه د اسلامی ایران جوت او بې منته ملاتړ دی

21:30 - February 18, 2023
د خبر لمبر: 3486916
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ايد اسلامی نظام  له یو شمیر مسئولانو،داسلامی هیوادونو له سفیرانو او استازو او دقرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کئې د فلسطین له مظلومانو په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت څرګند او جوتو دریځونو ته په اشارې سره ووئيل، اسلامی انظام هیچا ته تمه نه کوي او د فلسطین له ملته په ښکاره ملاتړ او دفاع سره ،په هرې طریقې سره چې وي،هماغه راز به دوي سره مرسته وکړي.

ایکناخبري آژانس د رهبرۍ د ستر مقام ددفتر د اطلاعاتو د برخې له قوله راپورراکړ،حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د مبعث د نیکمرغه اختر په موقعې ،د اسلامی نظام له مسئولانو،د اسلامی هیوادونو له سفیرانواو استازو او دغه راز د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کې د رسول خاتم(ص) د بعثت له نه ختمیدونکو او لویو خزانو څخه استفاده،دیناوي اوآخروي  نیکمرغې ته داسلامی امت د رسیدا لاره او د درستومشکلاتوعلاج وباله او زیاته ئې کړه،که اسلامی  هیوادونو د بعثت پر تعلیماتو عمل کولی ،نو خبیث او شرغواړي صهیونیسټي رژيم  داسلامی امت د سترګو په وړاندې  داسې پر فلسطینیو مظلومو ظلم او جنایتونه نه شول کولی  چې البته د ایران ملت او اسلامی نظام به په دې زمینې  کې خپلو دندو ته هماغه شان دوام ورکړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران ملت او دنړۍ مسلمانانو او د نړۍ درستو حق غواړو ته ددغه نیکمرغه اختر په مبارکۍ وئيلو سره ،بعثت ،بشریّت ته یوه تر ټولو لویه ګران بیّه  ډالۍ او نعمت وباله او د رسول اکرم(ص)د خزانو په بیانولو سره ئې ووئيل، توحید او د غیرخدا له بندګۍ ژغورنه،دبعثت ترټولو لویه خزانه ده،ځکه چې دتاریخ په اوږدو کې هر جنګ،جنایت او خباثت د غیرخداي له بندګۍ سرچینه اخلي.

حضرت آیت الله  العظمی سید علی خامنه اي په دوام کې دبعثت د خزانو د بیانولو لپاره د قرآن مجید په آیتونو استناد،هر مقصد او هدف ته د رسیدا لاره اوراز ؛استقامت؛وباله او وې وئيل،د قسط اقامه هم یوه بله بې مخینې الهي ډالۍ ده  چې دپيغمبر اکرم په بعثت کې انسان ته په آسانۍ سره رسیدلې ده.دوی «اشداءُ علی الکفّارِ رحماءُ بینَهم» د آیت شریف په بیانولو سره زیاته کړه، اشداء، د دښمنانو په مقابل کې د کلکې دریدا په معنا ده چې له بده مرغه توجه ورته نه کیږی ،البته له نورو ټولنو سره  ښه،بااختیار او منظم  او عاقلانه ارتباطات ،ښه دي خو د نفوذ په موضوع کې،انسان ااو ټولنه عملا د پرَدیو تر  کنټرول او مدیریّت لاندې ورځي.

دوي  د ټولنې په وګړو کې مینه اوعشق او صفا او صمیمیت  د خاتم الانبیاء(ص)د بعثت یوه بله ارزښتمنه ډالۍ وبلله او وې وئيل، د نړس له بلواګروڅخه لیریکیدا ا او د جهل او تعصب اوجمود او لټۍ له تورتمونو او کړیوڅخه ژغورنه ، د اسلام او بعثت غوره خزانې  دي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي دریمې او څلورمې پیړیو کې د انساني ټولنې د ترټولو لوي تمدن رامینځةکیدا په قرآني تعلیماتو باندې دنسبي عمل نتیجه وبلله او  وې فرمائيل،  نن سبا هم که د بعثت او قرآن بې مخینې ظرفیّت وکارول شي، نو د اسلامی نړۍ کمزورتیاوې به لیرې  او د پرمختګ او نیکمرغۍ  زمینه به برابره شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطین موضوع  د اسلامی امت یو مهم ټپ او کمزورتیا وبلله او وې وئيل،  یو ملت او یو هیواد باندې  د اسلامی دنیا د نندارچیانو د سترګو په وړاندې  نه ختمیدونکي ظلمونه او  هره ورځ  د وحشي، خبیث او شرغواړي رژيم له جنایتونو سره لاس  اوګریوان دی او اسلامی هیوادونه  له دغو ټولو شتمنیو،ظرفیّتونو او توانمنیو سره  یوازې سترګې غړوي  او حتی په دوي کې ځيني  هیوادونو په تیره بیا  په همداوروستیو کې له دغه خونخوار رژيم سره ملګرتیاوې هم  کوي.د اسلامی انقلاب ستر لارښود ددغه شان هیوادونو کمزورتیا،له صهیونیسټانو سره دملګرتیا او دجنایتونو په  مقابل کې دچپتیا نتیجې وبللې او وې وئيل حالات هغه حد ته رسیدلي دي ، چې امریکا،فرانسه او څونور هیوادونه،د مسلمانانو د مشکلاتو د حل په ادعا سره د ځان لپاره ،په اسلامی نړۍ کې دلاسوهنې حق ته قایل شوي دي،په داسې حال کې چې پخپله د خپلوهیوادونو په اداره کولو او د مشکلاتو په حل کې پاتې راغلي او بې وسه دي.دوي ټینګار وکړ، که هماغه له لومړۍ  ورځې څخه، اسلامی هیوادونو دنجف د لویو عالمانو پشمول خیر غواړو خبروته غوږ کیښودلی او د غاصب رژيم په مقابل کې کلک دریدالی ،نواوس به په چورلټ ډول دلویدیځي آسیا  حالات بدل وو او اسلام امت  به لامتحد او له مختلفو اړخونو لا قدرتمند ؤ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز  له ایرانه دویرولو پر پروسې ددښمنانو تمرکز ته په اشارې سره  ووئيل ، له بده مرغه هغه حکومتونه چې دنده لری، پخپله د فلسطین له ملت سره مرسته وکړي،له ایرانه په ویرولو سره  داسلام ددښمنانو سره غږمله او یوه خوله شوي دي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  داسلامی حکومتونو صوری  نه ،بلکې واقعي ملګرتیا، د بعثت تعلیماتو ته بیرته ستنیدا او دمسلمانو ملتونو یو زړتوب او اتحاد، د اسلامی امت ددرستو مشکلاتو حل لاره وبلله و د خپلو څرګندونو په پاي کې ئې  په سورئې اوترکیې کې د وروستۍ سترې زلزلې باندې په خواشنۍ او افسوس کولو سره  چې ډير خلک ئې قرباني کړي او زیات تاوانونه ئې اړولی دي ، ووئيل،د فلسطین په څیر موضوع او د امریکا د لاسوهنو په  څير د سیاسی مسئلو اهمیّت ته ،باید  په هر ډول شرائطو کې د اسلامی امت توجه  وشي او ورته په دقیق نظر سره  وګوري.

https://iqna.ir/fa/news/4122837/%D

captcha